امنیت

د هرات په هريرود مارکيټ کې د غلا په تور د دريو تنو نيول کيدل

د هرات ښار باختر دچنګاښ دمياشتې  ٣ :
درې تنه تورن کسان د هرات په هريردو مارکيټ کې د غلا په تور د پوليسو له خوا ونيول شول.
د هرات ولايت د پوليسو يوه مقام باختر آژانس ته  وويل: دغه کسان دهرات ولايت اوسيدونکي دي چې د دغه ولايت د دويمې امنيتي حوزې له جنايي جرمونو سره د مبارزې د پوليسوله خوا د هريردو مارکيټ د دکانونو د غلا په تور ونيول شول او د زياتو تحقيقاتو په مقصد تر څيړنې لاندې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه مارکيټ غلا هغه هم د هرات ښار په زړه کې  امنيتي ځواکونه د ښاريانو له سختو انتقادونوسره مخامخ کړي دي.
ديوبل خبرله مخې : 
په هرات ښارکې د نشه يي  توکو د يوه انډي د  قاچاقو مخه ونيول شوه .
د هرات د پوليسو يو مقام وويل چې اووه کيلوګرامه دهيروئين او شيشه ډوله نشه يي توکي چې په يوه ٣٠٣ موټرکې ځاى پرځاى شوي وو، هرات ښار ته د ننوتلو په وخت کې د هرات ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې د پوليسو له خوا ضبط شول او د دغې پيښې په اړوند دهرات ولايت دوه تنه اوسيدونکي نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته