ورزش

د الکوزي کپ د کرکټ د څلور ورځنيو سياليو اتل له لوى اختر څخه وروسته مشخص کيږي

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣٠
د عينکو د مسو د کان او د سپين غر ټيمونو د الکوزي کپ د کرکټ د څلور ورځنيوسياليو وروستي پړاوته لاره وموندله .
د کرکټ بورد وياند فريد هوتک د باختر آژانس خبريال ته وويل: د الکوزي کپ د کرکټ څلورورځني سيالۍ شل ورځې مخکې د هيواد د پنځو زونونو د تيمونو ترمنځ د خوست او ننګرهار په ولايتونوکې پيل شوې وې او په پاى کې د عينکو د مسو کان ټيم د شپيتو امتيازونو او د سپين غرټيم د درې وويشتو امتيازونو په ترلاسه کولو سره وکولاى شول د دغوسياليو وروستي پړاوته  لاره ومومي .
د يادونې وړ ده چې د وروستى پړاو سيالۍ له لوى اختر څخه وروسته ترسره کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته