ټولنه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي د ډادګيرنې او خواخوږۍ پيغام!

کابل – باختر د وږي د مياشتې  ٧
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي د ډادګيرنې او خواخوږۍ پيغام!
په ژورې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د ملي اردو يو پخوانى افسر او دلوګر ولايت قومي مشر غلام رباني خوشيوال د هغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه؛ په حق رسيدلى دى.
اروښاد غلام رباني په عسکري ليکوکې په خدمت کولو برسېره، د قومي مشر په توګه د خلکو په خدمت کې و؛ مړينه يې يوه ضايعه ده .
د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د ارواښاد کورنۍ، دوستانو او د لوګر ولايت خلکو ته وړاندې کوم. د لوى خداى (ج) له دربارڅخه ارواښاد ته د مغفرت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته