امنیت

د يوې ترافيکي پيښې له امله دوه تنه ووژل شول

کابل – باختر دثور دمياشتې ١٣
د پکتيا ولايت دکليو د بياجوړولو او پراختيا رييس او چلوونکى يې نن د لوګر ولايت په مربوطاتوکې د يوې ترافيکي پيښې له امله ووژل شول.
دلوګر ولايت د ترافيکو مديرڅارمن ګل احمد د باختر آژانس خبريال ته وويل : دپکتيا ولايت د کليو د بياجوړولو او پراختيا رييس انجنير عبدالرحمن کله چې خپلې دندې ته روان و؛ موټريې د دغه ولايت په مرکز پورې اړوند د التمور په سيمه کې له واټ څخه ووت او چپه شو او له چلوونکى سره ووژل شو.
خبرځاى وويل: دغه پيښه د چلوونکى د بې اختياطى او زيات ګړنديتوب له امله شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته