امنیت

دجبل السراج ولسوال ونيول شو

کابل باختر د مرغومي دمياشتې  ٢٨  :
د پروان ولايت د جبل السراج ولسوال  څارنوالۍ ته معرفي شو.
د پروان د والي وياند وحيد صديقي باختر آژانس ته وويل: د پروان ولايت د جبل السراج ولسوال سمندر سکندري دوسيه  څه ناڅه لس ورځې مخکې د پروان ولايت د استيناف څارنوالۍ ته ليږدول شوې ده.
صديقي وويل: د هغو اطلاعاتو له مخې چې د ولايت مقام ته رسيدلي دي ښيي چې دجبل السراج ولسوال په دې تورن پيژندل شوى چې له خپل وظيفوي صلاحيت او  موقف څخه  ناوړه استفاده کړې او ښايي چې دغه  ناوړه استفاده مالي مسايل وي.
د پروان د والي وياند څرګنده کړه چې د دغه ولايت اداره د ادارې فساد په وړاندې   کلک هوډ لري او دغه شان موارد تعقيبوي.
په همدې حال کې د جبل السراج ولسوالۍ يو اوسيدونکى وايي چې خلک د ولسوال  د کړنو له امله خوښ نه دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته