روغتیا

د روغتيايي خصوصي برخې ستراتيژي جوړه شوه

کابل / باختر/ د زمري لومړۍ
دعامې روغتيا وزارت د روغتيايي خصوصي برخې ستراتيژي نن د يوې غونډې  په جوړولو سره رسنيو ته وښوده.
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې، دغه ستراتيژي د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالې پرمختيا ادارې  په مرسته له  ٢٠١٩ کال څخه تر  ٢٠٢٣ کال لپاره طرحه شوې ده .
د دغې ستراتيژى موخه د کارنو پياوړتيا، نظامي کول، ارزونه او په خصوصي روغتيايي مرکزونوکې د تخصصي خدمتونو وړاندې کول دي.
د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز د روغتيايي خدمتونو په وړاندې  کولو کې د خصوصي برخې رول مهم وباله او ويې ويل: هيڅ دولت د خصوصي برخې له مشارکت پرته نه شي کولاى  په يوازيتوب سره په ټولو برخو کې روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي، هغه وويل چې خصوصي برخه د يوه هېواد د روغتيا د برخې بشپړونکې ده.
دعامې روغتيا وزير د خپلو خبرو په دوام ټينګار وکړ، چې خصوصي برخه د پورتنيو تخصصي خدمتونو د وړاندې کولو په کار کې د افغانستان د روغتيا له برخې  سره همکارى کوي او دولت په  هغو کمو امکاناتو سره چې په واک کې يې لري، د دغو ټولو خدمتونو د برابرولوقدرت نه لري .
هغه وويل: د خصوصي برخې په ودې سره روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي د کچې په زياتولو ا ود روغتيايي خدمتونو د کيفيت په لوړولو کې زموږ اړتياوې لرې کېږي .
دغه راز دعامې روغتيا وزير په وروستيو درېيو کلونوکې د روغتيايي خصوصي خدمتونو د ښه والي يادونه  وکړه او څرګنده يې کړه، چې په تېرو وختونوکې د هېواد  په دننه کې د زړه پيچلي،  د بډوډو  د پيوند او د مفصل د پيوند عملياتو امکان نه درلود، خو اوس د هېواد په دننه کې د دغو خدمتونو زمينه برابره شوې ده.
له بلې خوا هم د امريکا  د متحده ايالاتو د نړيوالې پرمختيا ادارې استازي جان ايرس په افغانستان کې د خصوصي برخې پياوړتيا مهمه وبلله او ويې ويل، چې د خصوصي برخې په ودې سره په افغانستان کې زياتې روغتيايي اسانتياوې برابرېږي .
سربېره پردې دعامې روغتيا وزارت هغه څېړنه چې د خصوصي روغتيايي برخې د رول په اړوند په پنځو ولايتونوکې ترسره شوي دي ښيي چې کابو شپېته سلنه خلک له خصوصي روغتيايي مرکزونو څخه ګته اخلي .
  ختم- ف – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته