سیاست

د همغږۍ او نظارت لسمه ګډه جلسه جوړه شوه

کابل باختر د سلواغۍ څلورمه :
د وارسا په  ناسته کې د افغانستان د ګډون لپاره د افغانستان حکومت او مرستندویه هېوادونو  د نظارت او همغږۍ لسمه غونډه نن په ارګ کې جوړه شوه . د افغانستان د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د اداري فساد پرضد مبارزې، د عوایدو د راټولولو او د کورنیو عوایدو د لوړېدو په برخه کې د افغانستان ددولت د اقداماتو په تړاو په غونډه کې د مرستندویه هېوادونو ناستو استازو ته  معلومات ورکړل.
باختر اژانس  ته په رارسيدلي خبر کې ويل شوى دى.
په غونډه کې د مرستندویه هېوادونو استازو  د اداري فساد او ترهګرۍ پرضد د افغان حکومت مبارزې، ښې حکومتوالۍ، او په لګښتونو کې د روڼوالي د رامنځ کېدو له امله د افغان حکومت د اقداماتو هرکلی وکړ.
هغوی یو ځل بیا د افغانستان له دولت او خلکو سره خپل ملاتړ په ډاګه کړ او د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې يي له افغان امنیتي ځواکونوسره ملاتړ څرګند کړ.
په دي غونډه کې د افغانستان له اړخه د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، د ملي دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزي، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ښاغلي حکمت خلیل کرزي او د افغانستان د ملي امنیت شورا دسلاکار مرستيال سلېمان کاکړ ګډون کړی و.
ټاکل شوې ده د وارسا غونډه د ۲۰۱۶ کال په جولای کې جوړه شي. په دغه غونډه  کې به د افغانستان دولت  له نړیوالۍ تولنې څخه د دوامداره ملاتړ غوښتنکی شي.
د وارسا غونډه به افغانستان ته یو ځل بیا فرصت په لاس ورکړي چې له نړیوالۍ ټولنې څخه د بیارغونې، د افغانستان د اقتصادي وضعیت د رغونې  په برخه کې نوې ژمنې ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته