کابل باختر د لړم دمياشتې اتلسمه :
له دولس کلنى څخه ښکته دهلکانو د فوټبال د سيالۍ لومړى پړاو سبا په کابل کې پيليږي .
دهيواد دفوټبال دفدراسيون د رسنيو مسوول مرتضى دانش باخترآژانس ته وويل: په دې سيالۍ کې به له دولس کلنى څخه ښکته څلويښت ټيمونه ګډون وکړي چې په دريو اوونيوکې به له يوبل سره لوبه وکړي.
دغه سيالۍ هره ورځ د سهار له نهو بجوڅخه دغرمې تر دولسو بجو پورې د المپيک دملي کميټې په ورزشي لوبغالى کې ترسره کيږي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ