ورزش

د نيوفول کانتک او بدمنتون د څانګو ورزشکاران ايران ته لاړل

کابل باختر دسلواغې دوه ويشتمه :
د نيوفول کانتک اوبدمنتون  دځانګو ورزشکاران په ايران کې دفجر دلسيزې ددوه څلويښتم پړاو په سياليوکې دګډون په مقصد نن ايران ته لاړل .
دباخترآژانس دخبر له مخې: د ايران د فجر دلسيزې دوه څلويښتم پړاو د څه دپاسه اتلسوهيوادونو د ورزشکارانو په ګډون د ورزش په بېلابېلو څانګوکې د سلواغې د مياشتې له څليرويشتمې نيټې څخه پيليږي .
دبدني روزني او سپورت د المپيک دملي کميټې د رياست د اطلاعاتو او دعامه پوهاوى د آمريت دخبر له مخې: له افغانستان څخه نيوفول کانتک په څانګه کې اوولس تنه ورزشکاران او يوښوونکي اويو احکم او د بدمتون په څانګه کې څلور تنه ورزشکاران او يو ښوونکى ګډون لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته