ټولنه

د ميدان وردګو ولايت دکلينو دبياجوړولو اوپراختيا له تاسيساتو څخه ګټه اخستنه

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٣
دميدان وردګو ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رياست نوي تاسيسات نن ګټې اخستنې ته وسپارل شول.
دغه تاسيسات په  دريو پوړونو کې دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت له خوا دڅه ناڅه درې سوه شلو زرو ډالرو په  لګښت جوړ شوي دي .
دميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياڼۍ ددغو تاسيساتو دپرانستلو په مراسمو کې وويل  چې دى  هلې ځلې کوې دسيمه ييزو ادارو دکارونو د ښه والي  په خاطر دځينو تاسيساتو په پراختيا او جوړولو لاس پورې کړي.
ويل کيږي په دغو تاسيساتو کې پنځلس اداري دفترونه ، دوه سترې ډيپوګانې او
د اړتيا وړ نورې څانګې په پام کې نيول شوي دي .
په همدې حال کې دميدان وردګو ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رييس جان محمد حکمت باختر آژانس ته وويل  ددغو تاسيساتو جوړول   د دوى خدمتونه ښه او ګړندي کوي او د دوى اغيزمنتوب لوړوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته