کابل باختر د چنګاښ يو ديرشمه :
دبدخشان ولايت په بهارک ولسوالۍ کې دطالبانو دبريد په شنډولو کې نن يو سيمه ئيز پوليس شهيد او څلور تنه وسله وال طالبان ټپيان شول .
دبدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال سخي داد حيدري دباختراژانس خبريال ته وويل دغه پيښه له هغه وروسته رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو دامنيتي ځواکونو دوسايطو په کاروان يرغل وکړ .
دده دڅرګندونو له مخې ددښمن دبريد په شنډولو کې يو سيمه ئيز پوليس شهيد او څلور تنه وسله وال طالبان ټپيان شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ