کابل باختر د کب دولسمه :
ددايکنډي ولايت داقتصاد رياست داداري ودانۍ دجوړولو کار بشپړ او نن ګټې اخستنې ته وسپارل شوه .
دغه ودانۍ داقتصاد ووزارت له بودجې څخه دشپاړلسو مليونو اوشپږ سوه زرو افغانيو په لګښت ددايکنډي ولايت داقتصاد رياست په انګړ کې د نيم جريبه ځمکې په ساحه کې جوړه شوې ده .
ددايکنډي ولايت داقتصاد رييس محمد ابراهيم دادفر دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه ودانۍ دولس اداري خونې اويوستر سالون لري چې په دوو پوړونوکې په پاخه او اساسي ډول په يو کال کې جوړه شوې ده .
ددغې ودانۍ دپرانستلو په مراسموکې ددولتي اداروريسانو، دولايتي شورا استازو، رسنيو ، عالمانو او روحانيونو ګډون کړى و .
0 د یوې دقیقې څخه لږ