ټولنه

په لغمان کې د جنګ ځپلو او طبعي پېښو له امله پر زیانمنو شویو کورنیو د خوراکې او غیر خوراکي توکیو مرستې وویشلې شوې

کابل_باختر د وږي د مياشتې ١٠ مه
د ولایت مقام او اړونده ادارو له لوري د پرلپسې مرستو په لړ کې نن یو ځل بیا د یو ان مکه همکارې موسسې او اضطرار کمېټې لخوا د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې د مخالفینو له لوري په جنګونو او دغه راز د طبعي پېښو له امله پر زیانمنو شویو کورنیو د (۳۰) قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکیو مرستې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي په لاسونو وویشل شوې.
د لغمان له ولايت څخه باختر آژانس ته په را رسيدلي خبرکې ويل شوي دي:
لغمان والي د مرستو د ویش پرمهال د یو ان مکه همکاري موسسې د پرلپسې بشري او هر اړخیزو مرستو څخه د مننې ترڅنګ له دوی و غوښتل چې په لغمان کې د بې وزلو، زیانمنو، بې کوره شویو، یتیمانو او اړمنو سره خپلې هراړخیزې بشري مرستې لازیاتې کړي.
د (یو ان مکه) موسسې استازي بیا د شوې مرستې په اړه لغمان والي ته د معلوماتو د ورکولو پرمهال وویل: مرستې يې همیشنۍ دي او هڅه به وکړي چې لا زیات په دغه ولایت کې د اړمنو کورنیو، بې وزلو او د جګړو له امله پر زیانمنو شویو اړینې مرستي وویشي.
نوموړي دمرستندویه او خیریه موسسو سره دلغمان ولایتي ادارې همکاري وستایله او یاده يې کړه چې همیش ورسره ولایتي ادارې او اړونده ریاستونو د بې وزلو او زیانمنو شویو کورنیو په سروې،د مرستو په تنظیم او ویش کې مرسته کړي، چې دې چارې د دوی فعالیتونه چټک او شفاف کړي دي.
مرسته شویو کورنیو د ولایتي اداري له رهبرۍ، د اضطرار کمېټې او د( یو ان مکه) خیریه موسسې څخه مننه وکړه چې د دوی اړتیاوو ته يې پر وخت رسیده ګې وکړه او همېشه د بې وزلو کورنیو لاسنیوی کوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته