سیاست

افغانستان او ازبکستان د امنیتي او اقتصادي همکاريو د پراختیا په موخه کمیسیونونه جوړکړل

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې٣١ مه
د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او په اقتصادي چارو کې د جمهور رييس سلاکار ډاکټر همایون قیومي او ورسره پلاوي نن د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې د نوموړي هېواد د بهرنیو چارو له وزیرعبدالعزیز کامل‌اف سره په لیدنه کې د امنیتي او اقتصادي همکاریو پر ښه والي او پراختیا خبرې وکړې.
د ملي امنیت شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او دوام په موخه امنیتي او اقتصادي همکارۍ مهمې وبللې.
نوموړي وویل چې د ازبکستان دولت چمتو دی، ترڅو د پخوانیو اقتصادي همکاریو په دوام د نویو همکاریو باب هم پرانیزي.
ښاغلي کامل‌اف وویل چې د افغانستان ثبات د سیمې د ثبات او اقتصادي پرمختګ له پاره مهم دی، نوموړي زیاته کړه، چې د امنیتي همکاریو دوام او پرمختګ د تروریستي ډلو د ځپلو او محوه کولو په لاره کې اساسي رول لري.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر څخه مننه وکړه، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې په مبارزې په برخه کې روښانه دریځ لري.
ښاغلي اتمر وویل، چې ترهګري د سیمې له پاره په لوی ګواښ بدله شوې او د مخنیوي له پاره یې پر ګډه مبارزه او دومدارو اړیکو ټینګار وکړ.
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ګډو اقداماتو په موخه د لومړیتوبونو د ټاکلو په برخه کې دواړه لوري همغږي وو.
ښاغلي اتمر له ترهګرۍ سره مبارزه، د نشه توکو قاچاق او سازمان شوي جرمونه هغه پدیدې وبللې چې افغان او ازبک چارواکي یې باید پر وړاندې بیړني اقدمات وکړي.
په دې کتنه کې د امنیتي او اقتصادي همکاریو د پراختیا او ښه والي په موخه د افغانستان له لوري د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ امنیتي کمیسیون او د جمهور رييس د اقتصادي سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي په مشرۍ اقتصادي کمیسیون جوړ شو.
د دواړو هېوادونو له خوا ګمارل شوي کمیسیونونه به د امنیت او اقتصادي همکاریو د ښه والي له پاره برنامې عملي کوي.
په دې دوه اړخیزو مذاکراتوکې د همکاریو د سند په رامنځته کیدو هوکړه وشوه.
ټاکل شوې دغه سند په نږدې راتلونکې کې د دواړو هېوادونو د جمهورو رييسانو د لیدنې پرمهال لاسلیک شي.
د دې ترڅنګ په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه د ګډې ستراتیژۍ په رامنځته کیدوهم هوکړه وشوه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته