کابل باختر د سلواغې د مياشتې ١٦ :
د افغانستان او ناروې د بهرنيو چارو وزيرانو د دواړو هېوادونو د اړيکو په پراختيا ټينګاروکړ .
د باختر آژانس د خبرله مخې :
د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن د ناروې د شاهي هېواد د بهرنيو چارو له وزير بورګي برندي سره چې د کابل په سفر بوخت دى، وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخيزو اړيکو د لا زيات پراختيا، د افغانستان د دولت د وروستيو برياليتوبونو په بېلابېلو برخوکې د لومړيتوبونو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د لرليد، په نړيوالو سازمانونوکې له يوبل څخه د ناروې او افغانستان د ملاتړ، په بېلابېلو برخوکې له افغانستان سره د ناروې د دوامداره همکاريو د ژمنې، د ښځو د ځواکمنتيا، د سولې له خبرو څخه د ملاتړ او په خپلو پښو د افغانستان د دريدو د ستراتيژۍ د تطبيق په باب خبرې اترې وکړې.
د ناروې د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو له وزيرسره په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې د سولې له بهيرڅخه د ملاتړ، د راتلوونکو کلونو لپاره د افغان امنيتي او پوځي ځواکونو د روزنې، د ظرفيتونو د لوړولو، له فساد سره د مبارزې او له افغانستان سره بېلابېلو برخوکې د مرستې په باب د خپل هېواد د ژمنو يادونه وکړه.
1 1 دقیقه لوستل