نړۍ

دداعش دډلې يو زرو شپږسوه تنه غړي دسوريې له کردانوسره په نښتو کې وژل شوي دي

 دمشق   اناتوليه باختردزمري دمياشتې  ٢٣ :
دسوريې دکردستان  ددموکراتيکې اتحاديې د ګوندمشر وويل :  چې دسوريې  له کردانو سره دداعش دډلې دځواکونو په نښتو کې تراوسه پورې دداعش دډلې  ١٦٠٠ ځواکونه و ژل شوي دي .
باخترآ ژانس  دترکيې دخبري اژانس  اناتوليه له خولې خبر راکړ : 
ده زياه کړه چې تراوسه پورې   پوځي مرسته  دسوريې دکردانو په واک کې نه ده ورکړ شوې  او نړۍ   موږ  دداعش له ډلې سره په مبارزه کې يوازې  پريښي  يو.
مسلم وويل : که چيرې دسوريې کردانو درندې وسلې لرلې  دداعش دډلې  ځواکونه په دې ډول  په عراق او سوريه کې قدرت ته نه رسيدل  او اوسنى ناتار نه رامنځته کيده .
داناتولې خبري اژانس وليکل :دسوريې د کردستان ددموکراتيکې اتحاديې  ګوند چې  د پي کاکا يوه څانګه بلل کيږي نږدې  دوه کاله کيږي چې دترکيې له  حکومت سره ترينګلې اړيکې لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته