ټولنه

دعدالت غوښتنې او دخوراکي مصوونيت دپوهاوي ورکولو کاري کمېټې غونډه وکړه .

کابل / دتلې ٢١مه /باختر:
دافغانستان دخوراکي  مصوونيت او  تغذيې  دملي اجندا دکمېسيون دعدالت غوښتنې او عامه پوهاوي ورکونې دکاري ډلې غونډه نن د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو دمعين اوددغې ډلې درييس فاضل سانچارکي  په مشرۍ  دخپرونو دچارودمعين دکار په دفترکې جوړه شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دغونډې په پيل کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو دمعين په لنډو خبرو کې وويل چې دغه ډله  داړوندو بنسټونو همغږي کوونکى رول لري او ددغې ډلې يوه مهمه  دنده خلکو ته پوهاوي ورکول دي .
له دې امله اړتيا ده چې ددغې ډلې برېښنايي  پاڼه جوړه شي اوشريکان وکولاى شي دهغې محتوا ته لاسرسى پيداکړي .
سانچارکي وويل چې رسنۍ دموضوع داهميت له مخې، له ډلې سره همکارې دي
وروسته دغونډې برخه والو دطرحه شوي اجندا په باب خبر ې وکړې .
لومړى يې دپخوانۍ غونډې په پريکړو غور وکړ او وروسته يې  دډلې په ستراتيژيکي پلان تمرکز وکړ او داجندا دهربندپه باب  يې تصميم ونيوه .
ختم_عطاالله _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته