کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٦نيټه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې او نوماند وزيرې حسينې صافۍ په مشرۍ نن د رسنيو د عالي شورا غونډه جوړه شوه .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
په دې غونډه کې د ټوليزو رسنيو د پاليسۍ د مسودې په باب چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تقنين او پاليسۍ د چارو د سلاکار دلاور نذير زوى له خوا برابره شوې ده، بحث وشو.
د شورا غړو د دغې مسودې د بېلابېلو برخو د موادو په باب خپل نظريات او پيشنهادونه وړاندې کړل.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې ټينګار وکړ چې د دغې مسودې په باب ښه او زيات کارونه ترسره شي ترڅو ښې نتيجې ترلاسه شي .
دغه راز په دې غونډه کې ټينګار وشو چې هلې ځلي وشي ترڅو د ټوليزو رسنيو د پاليسۍ د مسودې متن په راتلوونکي غونډه کې بشپړ او وروستيو پړاوونو ته چمتو شي .
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل