فرهنګ

د ځوانانو د حالت د ښه والي په باب خبرې وشوې

کابل باختر د کب  اوومه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکترکمال سادات نن د ولسي جرګې د ځوانانو او روغتيا د کميسيون له غړي مجيب الرحمن څمکني سره په کتنه کې د ځوانانو د حالت د ښه والي په باب خبرې وکړې .
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د ځوانانو د حالت دښه والي په باب د ځوانانو چارو د معينيت پروګرامونه بيان کړل او د ځوانانو د پنځه کلنې ستراتيژۍ په باب چې روزنه، روغتيا، ورزش، کارموندنه او مسلکي کولو برخې پکې شاملې دي؛ معلومات ورکړل.
  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې د هېواد زيات شمېر ځوانان عالي استعدادونه لري. که چيرې د زده کړې او تحصيل، حرفوي کارونو، ورزش او په نورو بېلابېلو برخوکې مناسب فرصتونه هغوى ته برابر شي؛ له ځانه  وړتيا ښيي او د هېواد په سمسورتيا کې اغيزمن رول ولوبوي .
  ده ټينګار وکړ چې په بېلابېلو برخوکې د ځوانانو ونډه اخستنه د هېواد  د پرمختګ او ترقۍ  سبب کيږي او له ځوانانوڅخه يې وغوښتل چې خپل زيات وخت تحصيل، زده کړې او مطالعې ته وقف کړي او د افغانستان د آبادولو په خاطر له خپلو ځواک څخه کار واخلي .
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د ولسي جرګې د ځوانانو او روغتيا د کميسيون له غړي څمکني څخه چې ټاکل شوې ده په کتمندوکې په يوه غونډه کې ګډون وکړي؛ غوښتنه وکړه چې په دې غونډه کې د افغانستان د ځوانانو پنځه کلنه ستراتيژي بيان کړي او د هېواد د ځوانانو لپاره په دې غونډه کې د برخه والو هېوادونه همکاري جلب کړي .
  مجيب الرحمن څمکني د هېواد په بېلابېلو چاروکې د ځوانانو رول ارزښتناک وباله او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ته يې ډاډ ورکړ چې د ځوانانو  پنځه کلنې ستراتيژۍ په دې غونډه کې چې د اوولسو هېوادونو د استازو په ګډون  جوړيږي؛ بيانوي او د هېواد ځوانانو ته به د هغوى همکاري جلب کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته