فرهنګ

د خبـــــريالانو له صندوق سره د څه د پاسه دوه سوه څلويښتو زرو افغانيو مرسته وشوه

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ١٧ :
په هغې غونډه  کې چې نن  دمطبوعاتو په نړيوال مرکز کې  جوړه شوه دخبريالانو  دمالي ملاتړ له صندوق سره  ددوه سوه دوه څلويِښتو زرو افغانيو مرسته وشوه.
په دې غونډه کې عزيز ګروپ له خبريالانو سره دمالي ملاتړ له صندوق سره  ديوسلو پنځوسو زرو افغانيو ، دکابل په و لايتي شورا کې استازې ميرمن خاطرې اسحق زي د اووه پنځوسو زرو افغانيو ،  دسنا مجلس غړې  ډاکترې انارکلي هنرياردپنځه ويشتو زرو افغانيواو داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې ميرمن سيمن حسن زاده  د لسو زرو افغانيو مرسته اعلام کړه .
دغه راز په دې غونډه کې  د کام اير هوايي شرکت  حقوقي مرستيال اعلام وکړ  چې  دغه شرکت  په ضروري حالاتو کې  خبريالان  دصندوق له لارې دغه شرکت ته معرفي کيږي   او په زيات تخفيف سره به  دتګ ر اتګ ټکټ   دوى ته ورکړاى شي .
دباخترآژانس  دخبريال دخبرله مخې :  ددغې غونډې په پيل کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  پوهنمل نبي فراهي خبرې وکړې او ويې ويل :  چې دغه  صندوق  دژورناليستانو  او داطلاعاتو اوفرهنګ  دپخواني وزير  ډاکترسيدمخدوم رهين په همت جوړ شو اودخبريالانو اودرسنيو دکارکوونکو په  خدمت کې شو.
پوهنمل فراهي له ملي سوداګرو  او له هغو کسانو څخه  چې له صندوق سره دمرستې ځواکمني لري وغوښتل چې له دغه صندوق سره دې مرسته وکړي.
پوهنمل فراهي دغه راز وويل :  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له صندوق سره دهمکار په توګه عمل کوي   او نورې موضوعګانې په عمومي ډول د خبريالانو  او درسنيو دکارکوونکوله خوا ترسره کيږي .
دصندوق انتخابي  رييس  آصف وردګ  په خپلو خبرو کې  دصندوق دمشرتابه په استقلاليت  باندې ټينګار وکړ او ويې ويل چې په صندوق پورې  ټولې اړوندې  چارې دهغو خبريالانو اودرسنيو دکارکوونکوله خوا چې انتخاب شوي دي پرمخ بيول کيږي .
ميرمن سيمن حسن زاده ، انارکلي هنريار ، فتانه ګيلاني ، جلال نوراني ، خاطره اسحق زي ، دعزيز ګروپ استازى اجمل مومند او جلال الدين شينوارى ددغې غونډې نور ويناوال وو.
پخوا دجمهوري رياست لومړي مرستيال  ستر جنرال عبدالرشيد دوستم له دغه صندوق سره  دلسو زرو ډالرو ، دبلخ و لايت سرپرست عطامحمد نور دپنځو زرو ډالرو  او يو تن ملي سوداګر نورالله داودزي  ددرې سوه زرو افغانيو  مرستې  ژمنه کړې وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته