امنیت

په هرات کې د ملي دفاع وزارت د سرپرست شتون د خلکو د خوښۍ سبب شو

 کابل / د غبرګولي ۴ مه / باختر
د هېواد د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت عمومي قوماندان جنرال ميلر د هېواد د لوېديځو ولايتونو د امنيتي حالت د څېړنې په موخه پرون هرات ته سفر وکړ.
باختر آژانس د ٢٠٧ ظفر قول اردو د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې خبر راکړ چې په دغه سفر کې د ملي دفاع وزارت سرپرست د  ٢٠٧ ظفر قول اردو له قوماندان تورنجنرال ذبيح الله مومند، د هرات له والي سېد وحيد قتالي او د دغه ولايت له جګپوړو امنيتي مقاماتو سره وکتل.
د ملي دفاع وزارت سرپرست په دغه ولايت کې د پوځيانو احضارات وڅېړل او د اختر د امنيت د تامين او په ټوليزه توګه د هرات د امنيتي حالت د ښه والي په خاطر د امنيتي او دفاعي ځواکونو مسوولينو ته لارښوونې وکړې.
د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد په داسې حال کې چې يوشمېر پوځي مسوولين ورسره ملګري وو، هرات ښار ته لاړ او له خلکو سره يې له نږدې روغبړ وکړ.
په هرات ښار کې د ملي دفاع  وزارت د سرپرست شتون په هېواد کې د ملي واکمنۍ او د ځمکنې بشپړتيا د دفاع او د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره د پوځيانو دهوډ په نسبت د هرات د خلکو د خوښۍ اوهرکلي سبب شو.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته