امنیت

شپږتنه ازادشوي بنديان کورنيو ته يې وسپارل شول

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢٧:

شپږتنه بنديان چې دبګرام له جيل څخه خوشي شوي وو نن په هلمند ولايت کې کورنيو ته يې وسپارل شول.

دهلمندولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول  دباختر داطلاعاتي اژانس ته وويل  دغه کسان دهلمند ، هرات ، کندهار  او دارزګان دولايتونو اوسيدونکې دي چې دهلمنددوالي  محمدګلاب منګل ، دسولې دولايتي کميټي دغړو  ، دولايتي شورا دغړو  اوديوشميرقومي مشرانو په گډون  په يوه غونډه کورنيو ته يې وسپارل شول .

 په دغو مراسمو کې دهلمندوالي  محمدګلاب منګل دخپلې خوښي مراتب دخوشي شويو کسانو  کورنيو ته څرگند کړل او زياته يې کړه چې بايد په هيواد کې ددايمي سولې او پرمختگ په خاطر په ګډه کار وکړو او دټوپک پرځاى قلم پورته کړو.

ده له خوشي شويو کسانو څخه وغوښتل چې په خپلو ولايتونو کې دسولې دبهير دپياوړتيا په خاطر له دغه بهيرسره همکاري وکړي  چې دناامنيو او بدمرغيو ټغر ټول اوپرمختګ  زمينه برابره شي ..

په دې غونډه کې دهلمند ولايت دسولې دشورا مسوول  هم دسولې او له نظام سره دهمکاري په اړوند خبري وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته