سیاست

اجرائیه رئیس وايي افغان حکومت د پولیو له منځه وړلو لپاره پخه اراده لري

کابل باختر د غبرګولي  شپاړلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، حکومت د ګوزڼ وایروس د له منځه وړلو لپاره پخه اراده لري او په جدیت سره دا مسئله څاري.
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رياست  مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
ده، چي نن یې د پولیو د مخنیوي لپاره د بیل او ملینډا ګیټس بنیاد له مشر ډاکټر جای وینګر او مل پلاوي سره لیدنه درلوده زیاته کړه، چي حکومت د ګوزڼ خطر ته متوجه دی او په بشپړارادې سره یې د وایرس د خپرېدو مخنیوی کوي.
هغه د ګیټس بنیاد له ټولو مرستو او کومکونو، چي په افغانستان کي یې د پولیو وایرس د خپرېدو په مخنیوي کي کړي، مننه وکړه او ددې ډول مرستو ادامه یې د هیواد لپاره مهمه وباله.
ډاکټر عبدالله په نننۍ لیدنه کي وویل، د پولیو په له منځه وړلو او مخنیوي کي ټولي هڅي باید د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په مشرۍ مخته ولاړي شي، څو له دې بې علاجه مرض سره د مبارزې فعالیتونه هماهنګ او رهبري شي.
د پولیو د مخنیوي لپاره د ګیټس بنیاد مشر ډاکټر جای وینګر د افغانستان له اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په لیدنه کي د حکومت د هڅو او ارادې، چي د پولیو په له منځه وړلو کي یې لري ستاینه وکړه.
هغه افغانستان د نړۍ له هغو محدودو هیوادونو یاد کړ، چې لا هم پکې د ګوزڼ وایرس ژوندی دی او هر کال تر پنځو کلونو د کمو ماشومانو ژوند ګواښي.
ده وویل، ګیټس بنیاد غواړي د افغانستان حکومت ته ډاډ ورکړي، چي په ټولو برخو کي مرستي کولو ته تيارى لري او هر هغه نوښت ستايي، چي د پولیو ناروغۍ له محوي سره مرسته کولای شي.
هغه زیاته کړه، ګېټس بنیاد پلان لري، چي تر پولیو وروسته په افغانستان کي د مور او ماشوم د مړیني کچې په کمولو او روغتیايي خدماتو په زیاتولو کي هم د افغان حکومت سره لازمه مرسته او همکاري وکړای شي.
ښاغلي وینګر له افغان حکومته وغوښتل، چې د ډیورنډ کرښې پر دې غاړه پرتو ولایتونو کې پاملرنه زیاته کړي، ځکه هلته تګ راتګ زیات دی او د پولیو وایروس په اسانۍ سره انتقالېدای شي.
د پولیو د مخنیوي او له منځه وړلو په اړه په ننني مجلس کې د افغانستان د عامې روغتيا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز او د افغانستان او پاکستان لپاره د ګېټس بنیاد د پولیو د څانګي استازي ډاکټر وقار اجمل هم ګډون کړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته