امنیت

په شمال کې دجنرال دوستم کورته څيرمه بمې چاودنه وشوه .

کابل باختر د غبرګولي  پنځه ويشتمه

  دجوزجان ولايت  په مرکز  شبرغان  ښارکې دافغانستان دوسله وال پوځ داعلي سر قوماندانۍ  د درستيز وال جنرال دوستم کورته څيرمه چاودنه وشوه .

 ويل کيږي په دې چاودنه کې ديوه ماشوم او يوې ښځې په ګډون يوولس تنه تپيان شوي دي

 د غه چاودنه نن سهار  په شپږو  بجو په جوزجان ولايت کې ددوستم په ښار ګوټې کې  ددغه ولايت دانتخاباتو  دکميسيون درييس  حبيبي  کور په وړاندې  دجنرال دوستم دتګ  راتګ په لاره کې شوې ده .

 عيني شاهدان وايي  دغه چاودنه  په واټ کې د ايښودل شوي  ماين دچاودنې  زيږنده  ده .

 په همدي حال کې دشبرغان ښار د مرکزي روغتون  ډاکترانو  باختر اژانس ته وويل  ددې پيښې  يوولس تنه ټپيان  روغتون ته ليږدول شوي  چې دپنځو تنو روغتيايي حالت  خراب  بللي شوي دي .

 دباختر اژانس  دخبريال دخبر له مخې دغه چاودنه  په هغه ځاى  کې  شوي ده چې دجنرال  دوستم دسپرلۍ  موټر هره ورځ  له دې لارې  تګ راتګ  کوي

تراوسه پورې  ددغې پيښې  مسووليت چاپه غاړه   نه دي اخستي  ، دپيښې جزئيات وروسته خپريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته