سیاست

اجرائيه رياست دعراق په صدر ښارګوټي کې تروريستي بريد وغانده

کابل باختردزمري دمياشتې  ٢٣ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجرائيه رياست دبغداد دصدر ښارګوټي په جميله بازار کې پرونى تروريستي بريد  چې  دڅه دپاسه شپيتو تنو دشهادت  او دسلګونو تنو نور د ټپي کيدو سبب شو ، په کلکه غندي .
دافغانستان  حکومت او خلک  دطالبانو  او دنورو  ورانکارو ډلو له خوا  دتروريستي بريدونو  اوفعاليتونو دقربانيانوپه توګه  دصدر ښارګوټي دبيګناه ملکي وګړو پرخلاف ددغه وحشيانه عمل په غندلو سره په دې باور دي چې  په افغانستان او نورو اسلامي هېوادونو کې د روانو ستونزو او بحرانونو  د حل لاره په
تاوتريخوالي او بنسټپالنه کې   نه  بلکې  په سوله ييز ژوندانه ، ديوبل حق ته  په درناوي او داسلام دمبين دين دحکمونو او لارښوونو او له دموکراتيک ژوندانه سره په يوځاى کيدو کې  نغښتى دى.
دافغانستان خلک او حکومت دعراق دمظلومو خلکو په غم او درد کې ځان شريک بولي  او دسولې او بشريت د ګډ دښمن په توګه  له تروريزم  او بنسټپالنې سره   دمبارزې په لاره کې  خپل ټينګ هوډ اعلاموي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته