امنیت

طالبانو دارزګان يو قومي مشر ترور کړ.

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ٧ :
دارزګان  په قومي مشر دوسله والو طالبانو دبريد په بهيرکې  ووژل شو.
په ملک عبدالمحمد نن سهار کورته يې څيرمه  دڅو تنو يرغلګرو طالبانو له خوا ډزې وشوې  ا و ووژل شو .
دارزګان ولايت دپوليسو ويندوى فريدعايل ددغه قومي مشر ترور تائيدوى او وايي چې  امنيتي مامورينو ديرغلګرو دپيژندلو اونيولو لپاره  څيړنې پيل کړي دي.
عيني شاهدان وايي چې طالبانو په ملک عبدالمحمد له ډزو وروسته په موټرکې له ساحې څخه وتښتيدل.
سيمه ييزو مقاماتو هم ددغه  قومي مشر په ترور کې دطالبانو لاس لرل نه ردوى  خو وايي چې په دې باب څيړنې پيل شوي دي.
ويل کيږي چې ملک عبدالمحمد په ارزګان کې پيژندل شوي شخص و .
سيمه ييز مقامات وايي  چې ده په دغه ولايت کې دامنيت او ثبات دتامينولو لپاره  زياتې هلې ځلې کړي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته