کابل/ باختر/ د غبرګولي ٢٩مه
د فراه د بالابلوک ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى ولسوال ملا حسام الدين پرون د هېواد د هوايي قواوو په بريدکې ووژل شو.
د ٢٠٧ ظفر قول اردو يوه جګپوړي مسوول باختر آژانس ته وويل چې د بالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتوکې د طالبانو پر سنګرونو د هوايي قواوو په بريدکې ملا حسام الدين له درېيو ملګرو سره يې ووژل شو.
په بريدکې څو جنګي وسايل هم ويجاړ شوي دي .
ختم_ عطاالله _ اکرم
4 د یوې دقیقې څخه لږ