تالقان باختر دسلواغې ٨ نيټه :
د دوولسو مليونو افغانيو په ارزښت پنځه موټرونه د تخارولايت دولتي ادارو ته وسپارل شول.
د تخار والي فضل الله مجددي د باخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه موټرونه د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له خوا د دوولسو ميليونو افغانيو په ارزښت برابر شوي و او د تخار ولايت ادارو ته وسپارل شول.
ده څرګنده کړه چې له دغو موټرو څخه به د تخار ولايت اداره او ددغه ولايت د سکتوري خدمتونو رياست استفاده وکړي. پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ