کابل باختر د مرغومي لومړي :
دشينډنډ ولسوالۍ په مرکز کې ديو جومات له پرانستلو سره جوخت ددغې ولسوالۍ خلکو دسولې دټينګښت په لاره کې ددولت له پروګرامونوسره خپل ملاتړ اعلام کړ .
دشينډنډ ولسوالۍ دقومي مشرانو غونډه دهرات دوالي محمد اصف رحيمي په لارښوونه دڅه ناڅه سلو تنو عالمانو ، مشايخو، دوګړنيو شوراګانو دغړو ، ځوانانو او مخورو په ګډون په شينډنډ ولسوالۍ کې جوړه شوه .
په دې غونډه کې خلکو له نشه يي توکوسره دمبارزې په لاره کې دهمکارى ژمنه وکړه .
ديادونې وړ ده دغه جومات چې دشينډنډ ولسوالۍ په مرکز کې ګټې اخستنې ته وسپارل شو دڅلور سوه زرو افغانيو په لګښت د خيرغوښتونکو خلکو ، دولتي مامورينو او د طنين راډيو په همکارى جوړ شوى دى .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل