امنیت

په ننګرهار کې دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو ديوه ډيپو کشف .

کابل باختر د ثور  پنځمه :
په ننګرهار ولايت کې دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو يوه ډيپو  کشف شوه .
له دغه ډيپو  څخه لاسي بمونه ، ځانمرګي واسکټونه او يوه اندازه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي .
دننګرهار دوالي وياند  عطاالله خوږياڼي باختراژانس  ته وويل چې ډار اچوونکو له دغو جنګي وسايلو څخه په خپلو بريدونوکې استفاده  کوله .
دجنګي وسايلو ددغه ډيپو  په اړوند څوک  نه  دي نيول شوي  او امنيتي ماموران وايي دجنګي وسايلو  ددغه ډيپو  په اړوند دافرادو دپيژندنې او نيولو لپاره  هلې ځلې دوام لري .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته