ټولنه

دجلال آباد- تورخم په لويه لاره کې ديوه ستر پله د جوړولو د کار پيل.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٥
دجلال آباد –  تورخم په لويه لاره کې د موټرو دتګ راتګ ديوه  ستر پله د جوړولو کار نن پيل شو .
دغه پل چې کابل او دجلال آباد ښار له  تورخم او له  دې لارې د  ډيورند له کرښې اخوا سره  نښلوي  ديو سلو څلويښتو مترو  په   اوږدوالۍ او لسو مترو  په    سور جوړيږي.
دننګرهار والي عطاالله لودين دباختر اژانس خبريال ګلستان غالب ته وويل  :
له دغه پله څخه ګټه اخيستنه  مسافرو  ته آسانتياوې برابروي او دغه راز دتجارتي کاروانونو ترانسپورتي ستونزې لرى کوي  .
دغه پل چې دسراچه علي خان پله  په نامه نومل شوى دى د امريکا دپرمختيايي پروګرام په مرسته دپنځومليونو ډالرو په لګښت په يوکال کې جوړيږي.
دسراچه علي خان پل  دجلال آباد ښارته  څيرمه په هغه ځاى جوړيږي چې دسلګونو مسافر وړونکو او دتجارتي مالونو د ليږدونې دموټرونو د  تګ راتګ سيمه  ده.
داپه داسې حال کې ده چې مسافر او سوداګر تل په  دې سيمه کې د  يو ستر پله دنشتوالۍ له امله شکايت  کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته