ټولنه

د ماشوم د ادبياتو د ودې او ښه والي د مقررې د طرحې د تسويد په اړوند خبرې وشوې

کابل باختر دزمري دمياشتې  ١٠  :
د ماشوم د ادبياتو د دوې او ښه والي د مقرراتو او د افغانستان د ماشومانو  د ادبياتو د ملي ټولنې د اساسنامې د طرحو د تسويد په اړوند خبرې وشوې.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
په همدې موخه د جمهوري رياست د سلاکارانو اسدالله غضنفر او محمدمحقق، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکارانو ډاکترطارق رشاد، دلاور نذير زوى، محمدخوشحال روحي او ليلاساماني او د يوشمېر فرهنګي بنسټونو د استازو په ګډون په دغه وزارت کې يوه غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تقنين او پاليسۍ د چارو سلاکار دلاور نذير زوى څرګنده کړه: بايد د ماشوم د ادبياتو د ودې او ښه والي د مقررې مسوده تسويد او د مجلس له نظر غوښتنې وروسته د قانوني پړاوونو د بشپړولو په برخه کې يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا اقدام وشي.
ده زياته کړه: په دې مقرره کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت موظف کيږي چې د افغانستان د ماشومانو د ادبياتو د ملي ټولنې د جوړولو په مقصد اقدام وکړي  او دغه ټولنه دې د خپلې اړوندې مقررې او اساسنامې له مخې خپلې چارې او فعاليت تنظيم کړي چې په دې برخه کې مقررې او اساسنامې ته اړتيا ده .
د جمهوري رياست سلاکار اسدالله غضنفر په خبروکې د ماشوم د ادبياتو له ملي ټولنې سره د دولت په ملاتړ ټينګار وکړ او په دې ټولنه کې د مسلکي اشخاصو   د غړيتوب لپاره د معيارونو او شرايطو د وضع کولو په باب  معلومات ورکړل.
دغه راز د جمهوري رياست سلاکار محمدمحقق وويل چې د ماشوم د ادبياتو د ټولنې  د اساسنامې  په هدفونوکې د تاوتريخوالي مخنيوى، د پوهنې له نصاب سره همکارۍ او د ديجيتل له امکاناتو څخه استفادې ته هم ځاى ورکړ شوى دى.
په دې غونډه کې د افغانستان د ماشوم د ادبياتو د ملي ټولنې د اساسنامې د مقررې او طرحې د تسويد په باب خبرې وشوې او برخه والـــــو خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته