کابل/ د کب ٨مه / باختر
مسولینو د هرات د لرغوني ښار د کمېسیون په لومړۍ غونډه کې هغه ننګونې او لارې چارې په نښه کړي چې د دې ښار تاریخ او معمارۍ ته یې زیان رساوه.
دغه ناسته چې د اختیارالدین په تاریخي کلا کې جوړه شوې وه د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولانا نعيم الحق حقاني د لرغونى ښار څخه د تاريخي هويت په توګه يادونه وکړ او د خپلسرو ودانيو له امله يې اندېښنه څرګنده کړه.
د هرات ښاروال حيات الله مهاجر فراهي د لرغوني ښار د ساتنې په موخه د پلانونو د تطبيق او د خپلسرو ودانيو د مخنيوي په اړه راپور وړاندې کړ او ژمنه يې وکړه، چې د ښاروالۍ کارکوونکي به د زاړه ښار د اصلي معمارۍ ساتنې لپاره هر ډول هڅې وکړي.
په همدې حال کې د زاړه ښار د کمېسیون غړو هر يو د زاړه ښار د اصلي معمارۍ ساتنې په موخه خپلې نظريې بيان کړې.
د دې غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د زاړه ښار کمېسیون دې په میاشت کې یو ځل د زاړه ښار بېلابېلې ستونزې وڅېړي .