ښوونه او روزنه

يوسلو اتيا تنو په جوزجان کې دکمپيوتر فنون زده کړل .

کابل باختر د تلې لومړي : يوسلو اتيا تنو په جوزجان کې دکمپيوتر او دانترنټ فنون زده کړل . دغو يوسلو اتيا تنو په جوزجان ولايت کې دکمپيوتر او انترنټ دفنونو په روزنيز مرکز کې دخپلې زده کړې دوره پاى ته ورسوله . د باختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په دې روزنيزه دوره کې دولتي کارکوونکو، محصلانو او دښوونځيو زده کوونکو په شپږو مياشت کې دکمپيوتر او انترنټ په څانګو کې زده کړې وکړې . دجوزجان ولايت دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژى رييس محمد نسيم بليغ وويل چې دغه کسان ددغه مرکز له يو ويشتمې دورې څخه فارغ شول او تراوسه پورې ددولتي کارکوونکو ،محصلانو او زده کوونکو په ګډون درې زره شپږ سوه شپږو ويشتو تنو ځوانانو په دې مرکز کې زده کړې کړې دي .ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته