اقتصاد

دتاوانونو دتثبيتولو په مقصديو هيئت پنجشيرته لاړ

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٠ :
دسنامجلس لومړي نايب محمدعلم ايزديار په ملي شورا  اوولايتي شورا کې دپنجشيرولايت داستازو په ملګرتياپرون دپنجشيرولايت سيلاوځپلي اوزيانمني شوي سيمي وکتلي .
دمشرانو جرګي مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  په کتنه کې دمشرانو جرګې لومړي نايب اودملګري هيئت يې دپنجشير ولايت  په مرکز کې دمنجهور، په درې ولسوالۍ کې  دکوه سخ  اوپامير ، په آبشار ولسوالۍ کې  دجيرعلي  اوپرتګاه ، په  عنابه ولسوالۍ کې  دکورابه  او په رخه ولسوالۍ کې دحصارک کلي  وکتل اورامنځته شوي تاوانونه  اوستونزي يې  له نږدي  وکتلي .
دسيمي داوسيدونکو دڅرگندونوله مخې دوروستيو سيلاونو دراوتلو له امله ددغو سيمو خلکو ته زيات مالي تاوانونه  اوښتي دي   چې د مواصلاتي لارو، ديوشمير پلونو اوپلګوټو ،داوبو بريښنا دبندونو اودکرنيزو ځمکو  په ويجاړيدو سربيره ، په زرګونو ميوه لرونکې اوبي ميوې  ونې ، څو موټرونه او يوزيات شمير څاروي له منځه تللي دي او خلک مرستي ته سخته اړتيالري. او زياته يې کړه پنجشير يو له هغو ولايتونو څخه دي چې زياتره دطبيعي افتونو له امله زيانمن کېږي اوپه کاردي چې مسوولين دناڅاپي طبيعي پيښو دمخنيوي لپاره  بيړني  او اساسي  تدبيرونه طرحه کړي چې په  راتلوونکې کې ددغه شان  آفتونو مخه ونيول شي  اوتينګاريې وکړ  چې دمواصلاتي لارو ، داوبولګولو دکانالونو  اوسيندونو دتګلورو دپاکولو کار ډير ژر ترسره شي .
دسنامجلس لومړۍ نايب دنورو په استازيتوب دخلکوستونزي اوغوښتنې  پرځاى وبللي چې په رښتينې توګه دپنجشيراوسيدونکې هرکال  دژمې او دوبې په فصلونو کې  دطبيعي آفتونوله امله له ستونزسره  لاس او ګريوان دي  اوبايد  مسوولين  په دې اړوند اساسي تدبيرونه ونيسي . اوزياته يې کړه  دمشرانو جرګې تل   دخلکو دستونزو دڅيړنې په خاطر اړونده مسوولين  احضار کړي دي
اود پنجشير په ګډون دزيانمنونکو ولايتونو دخلکو انديښنې يې  ورسره طرحه کړي دي  اوسره له دې هم ستاسو دستونزو او وړانديزونو دسملاسي  څيړنې په مقصد به اړوند کميسيون اقدامات وکړي .
ايزديار زياته کړه : دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا دوزير دڅرګندونوله مخې  ټاکل شوې ده يو هيئت ډير ژر  دتاوانونو دتثبيتولو اودبيړنيو مرستو په مقصد دغه ولايت ته  واستول شي .
ديوبل خبرله مخې :
دمشرانو جرګي لومړۍ نايب محمدعلم ايزديار نن دملي  امنيت دلوي رياست له سرپرست  اسدالله خالد ، دملي دفاع وزارت  له پيژندوال  اودهوايي پوځ له قوماندان سره ديوې غونډې په ترڅ کې  له دندوڅخه دګوښه کېدو په باب دملي امنيت درياست  دهوايي يونټ  دپيلوټانو شکايت وڅيړه .
دملي دفاع وزارت پيژندوال دمعلوماتودوړاندې کولو په ترڅ کې دهغوى دانفکاک دلايل دلازمي بودجي نشتوالې او دنړيوالې ټولنې دمرستو بنديدل وبلل ، خو دملي امنيت دلوي رياست سرپرست  دهغوى دکړنو دستاينې په ترڅ کې ډاډ ورکړ چې په يوه مياشت کې به دپيلوټانو په بيا جذب کې لازم اقدام وکړي  .
په دې غونډه کې دمشرانو جرګې  لومړى نايب دهېواد دهوايي پوځ دبيا احياکولو داړتيا په باره کې رڼاواچوله او ويې ويل  چې دهيواد دامنيتي ارګانونو په ګډون حکومت دې بايد دمجربو افسرانو دمسلکي اوتخصصي ظرفيتونو څخه زياته استفاده وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته