ټولنه

په شبرغان ښارکې هره ورځ په پنځه سوه تنو روژه تيانو روژه ماتى ويشل کيږي

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ١٦ :
دترکيې جمهوريت يو خيريه مرکز هره ورځ  دشبرغان ښار په پنځه سوه تنو روژه تيانو تاوده خواړه ويشي .
په شبرغان ښارکې  دافغان ترک  ليسې مدير  دباخترآژانس خبريال ته وويل :  دترکيې جمهوريت  کيم سيوک مو خيريه مرکز  درو ژې دمبارکې مياشتې  له پيل څخه ترپاى پورې  ددغې ليسې په  انګړ کې هره ورځ په پنځه سوه بيوزلو اړو کورنيو  تاوده خوراکي توکي ويشي .
ده وويل : دروژې دمبارکې مياشتې  له رارسيدو مخکې ددغې ليسې زده کوونکي او استادان دمستحقو کسانو  دتثبيتولو لپاره  کليو اوبانډو ته تللي وو ، چې  په ترڅ  کې يې د مستحقو کسانو لست برابر شو  او له روژه ماتې مخکې په هغوي خواړه ويشل کيږي .
ديادونې وړ ده  چې  ددغه پروګرام پيسې دترکيې  جمهوريت  دبډايو کسانو له مالي مرستې او دغه راز دهغو زده کوونکوله کورنيو  څخه چې ښه اقتصاد لري او ددغه ولايت  له ملي سوداګرو څخه راټوليږي.
خبرځاى زياته کړه ،  په شبرغان ښارکې پرون هم  په پنځه  زرو نورو مستحقو کورنيو  داوړو ، غوړيو، وريجو  او درومي بانجان دروب په ګډون خوراکي توکي وويشل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته