کابل باختر د چنګاښ اوومه :
د څلورو تنو پاکستاني جګړه مارو ډلو په ګډون ديارلس تنه وسله وال طالبان دپوځي عملياتو په بهيرکې په غزني ولايت کې ووژل شول .
دغه جګړه ماران پرون ناوخته کله چې په تروريستي فعاليتونو بوخت وو؛ د اندړو ولسوالۍ د ابراهيم زو په سيمه کې د افغان ځواکونو له خوا پرې بريد وشو او ووژل شول .
دغزني ولايت د اندړو ولسوال محمد قاسم ديسي وال باخترآژانس ته وويل: ددغو عملياتو په بهير کې ديارلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ديسي وال تاييدکړه چې څلور تنه پاکستاني طالبان هم په وژل شويوکسانوکې شامل دي .
ويل کيږي، ددغو عملياتو په بهيرکې د وسله والو طالبانو په لسګونه ميله وسلې هم ترلاسه شوې دي .
دچهارشنبې په ورځ هم دپنځو تنو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون پنځلس تنه وسله وال طالبان دغزني په اندړو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو دجلا جلا عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
دغزني سيمه ييزو مقاماتو په دې وروستيو وختوکې خبر دارى ورکړى و چې دپاکستان دمدرسو په تړل کيدو سره په سلګونو تنه طالبان په تيره بيا د دغې ډلې پاکستاني جګړه ماران دغه ولايت ته راغلي دي .