کابل د کب٢٧مه باختر
په بلخ کې تېره شپه يو پوليس په چاودنه کې شهيد شو.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د باختراژانس سيمه ييز خبريال عبدالواسع واحدي ته وويل: د مرکز مزارشريف په اتمه حوزه کې په يوه بايسکل کې د ځاى پرځاى کړاى شوي ماين د چاونې له امله يو پوليسو شهيد شو.
هغه زياته کړه: په چاودنه کې د يوه ملکي وګړي په ګډون دوه پوځيان ټپيان شول.
تراوسه پورې د دغې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
پاى ذ