سیاست

فضل هادي مسلميار د فارياب والي د ستاين ليک په ورکولو سره وستايه

کابل باختر دوږي  اووه ويشتمه :
دمشرانوجرګې رييس فضل هادي مسلميار نن دفارياب ولايت د سناتورانو په وړانديز ددغه ولايت والي احمد الله بتاش د ستاين ليک په ورکولو سره وستايه .
په دې غونډه کې د مشرانوجرګې رييس  په داسې حال کې چې د مشرانوجرګې دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان ، د مشرانو جرګې منشي سيد فرخ  شاه جناب او يو شمېر سناتوران هم حاضر وو؛ د فارياب د والي کړه وړه په ګوته کړل او د چارو په ترسره کولوکې يې د ده د لازياتو برياليتوبونو هيله وکړه.
احمد الله بتاش د خبرو په ترڅ کې وويل: دمشرانو جرګې له خوا ستاينه، دى دې ته اړباسې چې له توان څخه زيات دخلکو په تيره بيا دفارياب ولايت د اوسيدونکو په خدمت کې  وي
د يوبل خبر له مخې: دافغانستان دعلومو اکاډمۍ د رييسې، د اجرااتو له امله د رسيدلو شکايتونو د څيړنې په باب د مشرانوجرګې د موظفې کميټې دويمه غونډه نن دافغانستان دعلومو اکاډمۍ د رييسې او يوشمېر غړو په شتون د ديني فرهنګي پوهنې او د لوړوزده کړو د چارو کميسيون د رييس مولوي محمد دانشجو په مشرۍ جوړه شوه .
په دې غونډه کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ رييسې څيړنپوهې ثريا پوپل  د ببرک کارمل د زيږيدنې د کاليزې دنمانځنې په اړوند د اصالت انټرنټي سايټ ته د دې له خوا د پيغام دليږلوپه باب ادعا ردکړه او د اصالت سايټ دالکترونيکي ليک کاپي چې د دې څرګندوى ده چې دغه پيغام دثريا پوپل په نامه ديوې بلې ميرمنې له خوا چې همدا اوس د امريکا په متحده ايالاتوکې ژوند کوي، ليږل شوې ده ، کميټې ته وړاندې کړه.
دغه راز دعلومواکادمي رييسې اوددغې اکادمې يوشميرعلمي غړو ددايرت المعارف کتاب دموادو دبرابرولو تصحيح اوچاپ دپروسيجر په باب په مفصل ډول معلومات ورکړل او د دايرة المعارف  د علمي مرکز کاري دستورالعمل يې ولوست.
په نتيجه کې کميټې د قانون دتطبيق، دکاري نظم او دسپلين د ټينګښت او په اداره کې له فساد سره د مبارزې په لاره کې د علومو اکاډمۍ د مشرتابه د اجرااتو د پياوړتياغوښتنه وکړه او پريکړه وشوه:
١_  دکادرونو ځاى پرځاى کول دې د قانون له حکمونو سره سم د هيواد دلوړو ګټو په پام کې نيولو سره په علومو اکاډمۍ کې دکاري حالت دښه والي په مقصد ترسره شي .
  ٢_ په دايرة المعارف او دافغانستان دعلومو اکاډمۍ په نوروخپرونوکې موجودې تيروتنې دې د دايرة المعارف دعالي کميسيون او د ليکنې د مسوولو هيئتونوله لارې له شرعي اساساتو او له اساسي قانون سره سمې تصحيح شي .
٣_  موظفه کميته به ددغه پيغام موضوع چې د چاله خوا صادر شوى دى؛ تدقيق کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته