امنیت

دهرات د څارنوالي يو مقام ترورشو.

کابل – باختر دمرغومى درى ويشتمه :
دهرات ولايت دڅارنوالي درياست دعمومي جزا دڅارنې رييس له خپلو دووتنو ساتونکو سره دناپيژندل شويو وسله والو کسانو د ډزو له امله ووژل شو.
په عبدالرحيم پرون مازيګر دګذرې ولسوالۍ په سياوشان په سيمه کې دناپيژندل شويو کسانو له خوا بريد وشو او ووژل شو.
دهرات ولايت دايستيناف څارنوالي رييسې ماريا بشير باختر آژانس ته وويل چې يرغلګرو په موټر سايکل سپاره وو او له بريد وروسته وتښتيدل.
ميرمن بشير وايي چې ښايي دهرات دڅارنوالي ددغه مقام ترور دوسله والو طالبانو او يا دهغو کسانو په لارښوونه چې په دغې څارنوالي کې دوسيه لري شوى دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته