امنیت

په هرات کې دترافيکي پيښو له امله شل تنه ټپيان شول .

کابل باختر د وږي  نهمه :
په هرات کې دترافيکي پيښو له امله شل تنه ټپيان شول .
په دغو پيښو کې چې دهرات ولايت په اړوندو ولسواليو او دهرات ښار په بيلابيلو سيموکې رامنځته شوې  څه دپاسه  شل تنه ټپيان شوي دي .
دهرات ولايت دحوزوي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي  دباختراژانس خبريال ته وويل  ددغو پيښو  لس تنه ټپيان  دهرات په حوزي روغتون  کې تر درملنې لاندې دي او روغتيايي حالت يې مخ په ښه والي دى . 
شيرزى  وايي چې په روغتون کې له اندازې زيات ګڼې ګوڼې  سره دترافيکي پيښو دټپيانو زياتوالي ددرملنې  فعاليتونه له ستونزو سره مخامخ کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته