امنیت

د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال: د سيدآباد په ولسوالۍ کې امنيتي حالت عادي بڼه غوره کړې ده

کابل باختردتلې دمياشتې ١٥نيټه :
کومکي ځواکونه نن سهار د ميدان وردګو ولايت د سيدآباد ولسوالۍ ته ورسيدل او په دغې ولسوالۍ کې حالت عادى شوى دى.
د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نصرت رحيمي چې نن يې د حکومت د اطلاعاتو  او د رسنيو په مرکزکې په يوه ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې، زياته کړه: د دښمن افرادو تېره شپه په سيدآباد ولسوالۍ کې په څو امنيتي پوستو بريدونه وکړل، خو دغه بريدونه د امنيتي ځواکونوله خوا په شا وتمبول شول او د دښمن د افرادو له خوا د دغې ولسوالۍ د نيونې په هکله خبرونه ناسم دي.
د امنيتي ځواکونو په متقابل بريد کې د دښمن افرادو ته د سر دروند زيان اوښتى دى.  په دغو نښتو کې د سيدآباد ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون ١٤ تنه سرتيري شهيدان  او  ٧تنه نور ټپيان شوي دي .
رحيمي زياته کړه چې د کابل – قندهار لويه لاره د ترافيکوپرمخ بيا پرانستل شوې ده او په دې تګلوري کې تګ راتګ عادي حالت غوره کړى دى.
د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال د علي پور په باره کې چې يو غير مسوول وسله وال سړى دى او يوشمېر افراد هم تر خپل امر لاندې لري، وويل: علي پور د امنيتي ځواکونو تر تعقيب لاندې دى او له نيول کيدو وروسته به عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي .
ده زياته کړه: علي پور او افراد يې چې د ميدان وردګو- باميانو- غوربند او غور  د لويې لارې په تګلوري کې فعاليت کوي، د جنايت، غلا، وژنې، د خلکو د ځورونې او اذيت، جنسي تيري او د شوکمارى تور پرې لګول شوى دى.
په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت وياند سيد غفور احمد  جاويد وويل چې همدا  اوس په  ١٤ ولايتونوکې د دفاعي او امنيتي ځواکونو عمليات دوام لري.
ده دغه عمليات بريالي وبلل او زياته يې کړه چې د دښمن افرادو ته د سر درانده زيانونه اوښتي دي.
ده وويل چې د وسله والو طالبانو د ډلې يو مشهور قوماندان ملا باري جان             په فراه ولايت کې وژل شوى دى.
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته