سیاست

د مشرانو جرګې بيلابيلو کميسيونونو غونډې وکړې.

کابل باختر دکب  يو ويشتمه
د حاجي محمد حنيف حنفي په مشرۍ د شکايتونو د اورېدو د کمېسيون په غونډه کې د ملي شورا د امنيتي چارو رئيس او مرستيالانو يي پارلمان ته د عارضينو د راتګ تنظيم او غوره اسانتياو د برابرولو او همدا راز د ملي شورا په محوطه کې د ولسي جرګې د اداري پلاوى د ځينو ساتونکو د خپلسرو ډزو په اړه  اړوند څرګندونې وړاندې کړي،د کمېسيون غونډې  د مراجعينو د مطلوب راتګ د تګلاې په تنظيم د ټينګار او د ځينو ساتونکو د خپلسريو د غندلو تر څنګ، د ملي شورا له امنيتي مسئولينو سره خپل ملاتړ څرګند کړ او ويې ويل چې بايد د دا ډول غير قانوني کړنو چې د ملت کور د بدنامولو سببب ګرځي په جدي توګه ډډه وشي.
همدا راز غونډې په هېواد کې له اداري فساد سره د مبارزې په اړوند د موازي ادارو د شتون موضوع او د دغو ادارو تر منځ د همغږۍ نشتوالي تربحث لاندي ونیواو پريکړه وشوه چې د موضوع په تړاو د لويې څارنوالې يو مرستيال، له اداري فساد سره د مبارزي د  عالي اداري رئيس او د پلټنې د عالي ادارې عمومي رئيس په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.همدا راز د هېواد د لويو لارو په اوږدو کې د ترافيکي زړه بوږنوونکو پېښو د زياتېدو او هم د تراسپورت وزارت ۱۷ ولایتي ریاستونه چي تر اوسه د سرپرست رییسانو له خوا اداره کیږي ،راغلي شکايتونه وڅيړل شول اوپريکړه وشوه چې د موضوع په تړاو د تراسپورت وزير، د ترانسپورتي سکتور لوی رئيس، د ترافيکو لوی رئيس او د فوايدعامې وزارت معين په راتلونکې غونډه کې ګډون او د کمېسيون غړو ته دي د دغو مواردو په هکله څرګندونې وړاندي کړي. د غونډې په پاي کې ټينګار وشو چې د پاسپورت اداره او همدا راز نورې ادارې دي د قانون حکمونو ته په پام سره د خپلو خدمتونو د وړاندي کولو په مهال انساني کرامت او اداري اخلاق په پام کې ونيسي او په دي اړوند د لا زياتې همغږۍ په موخه پريکړه وشوه چې د پاسپورت رئيس دي راتلونکې غونډې ته راوبلل شي.
همدا راز د مشرانو جرګې په پروني عمومي غونډه کې حاجي محمد حنيف حنفي د ارزګان ولايت ته د خپل سفر رپوټ وړاندي کړ او ويې ويل،چې د دي ولایت چې ټولې مواصلاتي لارې د امنيت د نشتوالي پر بنسټ د ولايت مرکز ترينکوټ سره تړل شوي او زياته يې کړه چې د ارزګان ولايت خلک د امنيت د نشتوالي له امله زيات شکايت لري او هيله کوي چې مرکزي حکومت او سيمه ييزه اداره دي د امنيت په ټينګښت او د مواصلاتي لارو د خلاصېدو او د لويو لارو د امنيت په ټينګښت کې جدي هڅې وکړي او له بيځايه شويو کورنيو سره چې د ولايت په مرکز کې راټول شوي دي، لازمه رسيدګي وکړي ځکه تر اوسه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او له پېښو سره د مبارزې ادارې لازمې مرستي نه دي کړي.د ارزګان ولايت سناتور وويل، د دغه ولايت د اوسېدونکو د امنيت په څنګ کې روغتيايي خدمتونو ته جدي اړتيا ده او د دفه ولايت په ولسواليو کې ټول کلينيکونه تړل شوي او روغتونونه چې په ترينکوټ کې فعال دي او د مسلکي ډاکترانو او لازمو درملو د کمښت له امله ځوريږي او زياته يې کړه چې د مسلکي ښوونکو، د درسي کتابونو او نورو لوازمو نه شتون د اوسېدونکو له نورو ستونزو څخه دي چې بايد په حل کې لازم اقدامات وشي. سناتور حنفي په خپل رپوټ کې د حکومت پام د کرڼې او مالدارۍ برخې ته جلب کړ او ويې ويل، د ارزګان ولايت اوسېدونکې کروندګر دي، بايد د اصلاح شويو تخمونو د وېش، د سړو خونو د جوړونو، د څاريو کلينيکونو او د سړکونو د کرېړ او په ځانګړي توګه د ارزګان- کندهار سړک د کرېړ په برخو کې جدي پاملرنه وکړي.
همداراز دشکایتونوداوريدو د کمیسیون مرستیال او دفراه ولایت سناتورګل احمد اعظمي د دغه ولايت ته دسفر رپوټ پرون په عمومې غونډه کې وړاندې كړ او و يې ويل هغه ناستې مې چې د محلي مسؤلينو او خلكو سره لرلې دوى د لوړ امنيتي ګواښونو له امله چې په بالا بلوك، پشت رود، خاك سفيد، بكواه او ګلستان ولسواليو كې شتون لري سخت شكايت درلود ويې ويل امنيت دي په ټوله ولايت كې او په خاصه توګه دغو سيموكې ټينګ او د حكومتوالۍ سيستم دې فعاله شي . سناتور اعظمي وويل د فراه او فراه رود په لويه لاره كې وسله والو مخالفينو ثابتې پوستې جوړې كړي او هره ورځ تلونكو او په خاصه توګه حكومتي كاركوونكو ته ستونزې جوړوي بايد د دې لويې ستراتيژيكې لارې امنيت ملي اردو ته وسپارل شي، ده د لوا د تشكيل كموالۍ، د امنيتي او دفاعي ځواكونو لپاره د ترميم د تخنيكي ټيم نه شتون د لويو ستونزو څخه وبلل او ويې ويل دا ايجابوي چې د فراه ولايت پوليس ملي شي او لږترلږه هغه سرتېري چې له كلونوکلونو را په دې خوا يې په دغه ولايت كې دنده ترسره كړې بل ولايت ته تبديل شي چې امنيت په ښه توګه تامين شوى وي . د فراه ولايت سناتور زياته ګړه د نورو ولايتونو په پرتله د برښنا بيه د فراه په ولايت كې لس برابره زياته ده، چې بايد په دې اړه خاصه پاملرنه وشي، د حاجيانو ونډه بايد زياته شي او زياته يې كړه د ځوانانو له غوښتنې سره سم بايد د لوړوزده كړو وزارت د حقوقو او اقتصاد پوهنځي د نورو پوهنځيو ترڅنګ د فراه په پوهنتون كې رامنځ ته کړي . ده د بخش آباد د بند كار د پڅ بهير څخه سخت شكايت وكړ او و يې ويل په داسې حال كې چې دغه بند ورغول شي د كارموندنې سربېره بزګرانو ته د امنيت په ښه والي كې هم غټ رول لوبوي . سناتور اعظمي زياته كړه د فراه په ولايت كې په نشه يي توكو د روږدو كسانو شمېر ډېر شوى او د ولايت د زاړه ښار په سيمه كې خلګو ته ډېرې ستونزې جوړې كړي او د عامې روغتيا وزارت بايد د روږدو كسانو په درملنه كې خپل لازم تدابير تر لاس لاندې ونيسي . په پاى كې د فراه ولايت سناتور د فراه ولايت د زندانيانو لېږد ياد ولايت ته، ځوانانو ته د كارموندنې، ښځو ته د تفريحي پاركونو رغول او ځينو نورو مسايلو يادوونه وكړه، دغو شوو مواردو ته يې د مسؤلينو د خاصې پاملرنې غوښتنه وكړه.
د عبدالطيف نهضت يار په مشرۍ د ديني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو د کمېسيون په غونډه کې د ترکيې، سريلانکا، بنګله ديش او بروناي هېوادونو له خوا د تحصيلي بورسيو په اړه خبري او ټينګار وشو چې د لوړو زدکړو وزارت دي د دي بهير د عادلانه وېش په اړوند کمېسيون ته ډاډ ورکړي. د غونډې په بله برخه کې د کمېسيون د سلاکارانو څخه د يوه تن د تحصيلي اسنادو د ارزونې په اړه خبرې او د اړيکو له مخې اړونده ادارې ته واستول شول.
همدا راز عبدالطيف نهضت يار د نورستان ولايت رپوټ وړاندي کړ چې په دغه رپوټ کې په ښوونځيو کې د مسلکي استادانو د کمښت، د درسي توکو او تعميراتو د نشتوالي، د ښوونکو د معاشونو د په وخت نه ورکړې باندې نيوکې، استادانو له پاره د سيمه ييزو معاشونو په ورکړه ټينګار، د پوليسو تشکيل ډېرښت او په ياد ولايت کې د ملي اردو لوا د ميشت کېدو، د سړکونو په کرېړ، د ناامنو سيمو د بيرته نيولو له پاره د چاڼيزو عملياتو پيل او پرمختيايي پروژو د پلې کولو او ځينو نورو ستونزو څخه يادونه شوې ده.سناتور نهضت يار زياته کړه د نورستان ځوانان دا چې په ښوونځيو کې يې مسلکي استادان کم دي او اساسي مضمونونه يې په سمه توګه نه تدريس کيږي له دي پلوه نه شي کولاي د لوړو زدکړو د ترلاسه کولو په موخه د کانکور ازموينه کې لار پيدا کړي چې بايد په دي برخه کې د پوهنې وزارت اساسي پاملرنه وکړي، مسلکي استادان د سيمه ييزو معاشونو په پام کې نيولو سره استخدام او په دي ډول سره د نورستان ولايت د ځوانانو ستونزو ته رسيدګي وکړي.ده د نورستان ولايت د څو اداري واحدونو د مواصلاتي لارو د بندېدو څخه هم يادونه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې د هېواد د امنيتي سکتور مشرتابه د وسله والو له خوا د نيولو شويو سيمو د بېرته نيولو په موخه امنيتي ګټور عمليات په لاره واچوي او کومې لارې چې د مودو راهيسې بندي دي يو ځل بيا پرانيزي تر څو د ياد ولايت د خلکو ستونزې حل شي او هم اړتيا شته تر څو د ملي اردو يوه لوا د لازم امنيت د ټينګښت په موخه نورستان کې ځاي پر ځاي شي.
د محمد عظيم قوياش په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسيون په غونډه کې دغه کمېسيون ته د سناتورانو هر يو عبدالله قرلق او محمد نادر بلوچ د غړيتوب د ترلاسه کولو څخه د يادونې تر څنګ، د هېواد د ګمرکونو د عوايدو په اړوند خبري او وويل شول چې د هېواد ګمرکونه دي په متواتره توګه د کمېسيون له خوا وڅارل شي. د غونډې په وروستۍ برخه کې د نوي اجلاس د کاري پلانونو او پروګرامونو په اړوند بحث او د ښځو د ورځې له امله د هېواد ټولو مېرمنو او په ځانګړې توګه کړيدلو مېندو ته مبارکي وويل شوه.

د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسيون په غونډه کې يو ځل بيا د ننګرهار ولايت د بهسودو پله د تخريب د ستونزو په اړوند خبري وشوې او پريکړه وشوه تر څو د ټولګټو وزارت تخنيکي معين، سکتوري رئيس او د ننګرهار ولايت د ټولګټو رئيس دي د يادې پروژې د څارنې مسئولينو سره يو ځاي، د ټولګټو وزارت د څارنې رئيس د او د الينګار ساختماني شرکت رئيس دي د راتلونکې شنبې ورځې په غونډه کې د موضوع په اړوند معلومات وړاندي کړي.د غونډې په بله برخه کې د مخابراتي لس سلنه ماليې د څرنګوالي په اړه بحث او پريکړه وشوه تر څو د مخابراتو وزير، د ماليې وزارت مالي معين او د اترا اداري رئيس د کمېسيون په يوې غونډه کې د موضوع په اړه څرګندونې وکړي. همدا راز په غونډه کې د هېواد د ولايتونو د کليو د سړکونو د ستونزو په اړوند خبرې وشوې او وپتييل شوه تر څو د کليو د بيا رغاونې او پراختيا وزارت د سړک جوړونې رئيس د کليو پروژو کې د بودجې د تخصيص د څرنګوالي او کار د پرمختګ په اړوند د کمېسيون يوې غونډې ته حضور راوړي. د غونډې په پاي کې د ننګرهار ولايت کې ځانمرګي تروريستي بريد چې د ياد ولايت د حج او اوقافو رئيس د شهادت سبب شو په کلکو ټکو وغندل شو او د حکومتي مسئولينو وغوښتل شول تر څو د يادې قضيې عاملين وپيژني او د خپلو اعمالو په سزا يې ورسوي.
د محمد آجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبايلو، سرحدونو، كوچيانو او كډوالو چارو كمېسيون غونډه كې د هېواد د كوچيانو پر ستونزو د خوشحال خان بابا او رحمن بابا د عالي ليسو د زده كوونكو پر ستونزو، د تعليمي نصاب پر څرنګوالي او ځينو نورو موضوعاتو بحث وشو پرېكړه وشوه ترڅو د كوچيانو رياست عمومي رئيس دي د تېر كال د لاسته راوړنو د رپوټ او د راتلونكي كال د پلانونو د معلوماتو لپاره دغه راز د خوشحال خان، رحمن بابا د لېسو مديران او د سرحدونواو قبايلوچارو وزارت د ښوونې او روزنې رئيس دي راتلونكي غونډې كې د سناتورانو پوښتنې ځواب او خپل معلومات شريك كړي . دغه راز د سناتورې روشن آرا الكوزۍ رپوټ چې د ژمنيو تعطيلاتو په وخت كې د سمنګان ولايت څخه ليدنه درلوده د ياد ولايت د كوچيانو ستونزې يې چې په خاصه توګه د كوچيانو لپاره د ښارګوټو نه شتون، په څړځايونو كې ستونزې، د ښوونځيو او مدرسو نښتوالى او یولړ نوري  ستونزې يې مطرح كړې چې په راتلونكي كې به يادې ستونزې د اړوندو مسؤلينو سره شريكې كړي  .
د مېرمنې نفيسي سلطاني په مشرۍ د شهيدانو او معلولينو د کمېسيون په غونډه کې د هېواد په مرکز او ولايتونو کې وروستي تروريستي بريدونه په کلکو ټکو وغندل شول او د امنيتي مسئولينو وغوښتل شول تر څو د لازمو تدابيرو په نيولو سره د دا ډول پېښو د تکرار څخه مخنيوي وشي. د غونډې په بله برخه کې د کمېسيون د کاري پلان په اړوند خبرې او پريکړه وشوه تر څو د پوهنې او لوړو زدکړو سکتور کې د علم او پوهې د زدکړې په اړه د شهيدانو او معلولينو د استازو د ستونزو، د سرپناه د نشتوالي، د ناعلاجه ناروغانو د نه درملنې، د معلولينو او شهيدانو له پاره د کارموندنې د نشتوالي په برخو کې دي رسيدګي وشي.
د قاري ميرحاتم تره خيل په مشرۍ د خونديتوب، امتيازونو او ولايتي شوراګانو کمېسيون په غونډه کې د کمېسيون غړو د کمېسيون د رئيس ټاکل کېدل د دوهم ځل لپاره نوموړي ته مبارکي وويله د خلګو په خدمت کې يې ور ته د برياليتوبونو غوښتنه وکړه . دغه راز د کمېسيون د لومړي اجلاس پر پلانونو خبرې وشوې او په غونډو کې د سناتورانو پر ګډون ټينګار وشو . همداراز د دارلانشا د مالي او اداري مسايل تر بحث لاندې راغلل او پرېکړه وشوه د دارلانشا سرپرست ، د مالي چارو او خدماتو رئيس دي په دې اړه خپل توضيحات وړاندې کړي .  
د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسيون په غونډه کې لومړې د کمېسيون رئيسې صديقي بلخي د کمېسيون مرستياله سهيلا شريفي او د کمېسيون منشي نبيه مصطفي زاده غړو ته معرفي او په چارو کې د  دوى د لا زياتو برياليتوبونو غوښتونکې شوه. د غونډې په بله برخه کې د کمېسيون غړو د مارچ د اتمې د ښځو د نړيوالي ورځې د تاريخي ارزښت په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، د مارچ اتمه د يوه تاريخي پېښې سره سمون خوري چې د ښځو پيوستون يې د نړې په کچه د ټولنې د رهبرۍ، مور او پالونکې په عنوان معرفي  او پيژندلي دى او زياته يې کړه چې د دغې تاريخي پېښې پيغام د دې څرګندوى دى چې ښځې کولاى شي د تبعيض، توپير او د نارينه سالارۍ برتري ماته کړي او د يو سازنده انسان په شان کولاي شي د نارينه وو تر څنګ په ټولو سياسي، اقتصادي او اجتماعي برخو کې د کوم توپير او امتياز پرته ونډه او فعال رول ولري، نو د مشرانو جرګې د ښځو چارو او مدني ټولنې کمېسيون د دي فرخنده ورځې له امله د نړۍ ټولو مېرمنو ته چې دوي د نارينه سالارۍ د فرهنګ لاندي کړيږي او د حقوقو او اجتماعي امتيازونو څخه په يو ډول نه يو ډول محرومي دي مبارکي وويله. همدا راز د کمېسيون غړو مشرانو جرګه کې د ښځو د نړيوالې ورځې د لمانځنې د څرنګوالي په اړه خبري او د مشرانو جرګې د دارالاانشا د جندر آمري شهلا رفيق او د ښځو او ماشومانو د زورونې د منع کمېټې غړي مرضيې احمدي ته دنده وسپارله چې د دي مسلې په اړوند کار وکړي او د خپلو کړنو رپوټ وړاندي کړي.
د کمېسيون د مرستيال مېرمنې رڼا ترين په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنيت د کمېسيون په غونډه کې د وران وضعيت او په هېواد کې د وروستيو پېښو په ا ړوند بحثونه وشول او غونډې وپتييله چې د ملي دفاع وزير، د کورنيو چارو وزير دي د ملي امنيت عمومي رئيس سره يو ځاي د کمېسيون په يوې ناسته کې حاضر او د سناتورانو پوښتنې دي ځواب کړي . دغه راز د کمېسيون په غونډه کې په داسي حال کې چې د نشه يي توکو سره د مبارزې د مسئولانو د بلنې د څرنګوالي په اړوند خبرې کيدې، د اسلحې د تبديل او ځينو نورو مسايلو د خرنګوالي په اړوند د ځينو سناتورانو ستونزې تر بحث لاندي ونيول شوې او په اړوند يې پريکړې وشوې.
دانجنير جاويد روف په مشرۍ د نړيوالو چارو د کمېسيون په غونډه کې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت او او په دي بهير کې د نړيوالې ټولنې د رول او هم د کابل پروسې د دويمې ناستې د جوړېدو په اړوند خبرې او وپتييل شوه چې د دولت مخالفينو سره د سولې خبرو اترو د پرمختګ د څرنګوالي په اړه دي د سولې د عالي شورا د رئيس او مسئولينو سره د مشورتي ناستې په ترڅ کې خبري وشي. د غونډې په بله برخه کې د سياسي پاسپورتونو د وېش د څرنګوالي، د دي پاسپورتونو د ويش د شمېر، غير مستحقو کسانو باندې د سياسي پاسپورتونو د وېش په اړه د آوازو، يو شمېر سفارت خانو او په ځانګړي توګه ترکيې، هندوستان او پاکستان سفارتخانو څخه د ويزو د صدور په برخه کې د ستونزو او په سفارت خانو کې د کميشن کارانو له خوا د پيسو د ترلاسه کولو په اړوند بحث او وپتييل شوه تر څو د بهرنيو چارو وزير او د ياد وزارت د تشريفاتو او قنسلي چارو ريسان د کمېسيون يوې غونډې ته حاضر شي.
د کمېسيون غړو همدا راز د بېلا بېلو هېوادونو د پارلمانونو تر منځ د  دوستۍ کمېټې د ترسره شويو اقداماتو په اړه بحث او پريکړې وشوې. د غونډې په پاي کې په کابل کې د استوګن دوستو هېوادونو د سفارت خانو تر منځ د دوستۍ اړيکو د ټينګښت، د هېوادوالو د ستونزو د حلولو او دوي له پاره د لازمو اسانتياو د رامنځته کېدو په اړوند خبرې او وپتييل شوه تر څو د کمېسيون د غړو نوى فهرست د بهرنيو چارو وزارت له خوا سفارت خانو ته وليږل شي او هم دي د کمېسيون غړي د کمېسيون د کاري خطوطو او د راتلونکو طرحو او پروګرامونو په اړه لازم بحثونه وکړي.پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته