کابل باختر د تلي دولسمه :
د هغې چاودنې له امله چې نن له غرمې وروسته د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې وشوه دوه تنه سرحدي پوليسان شهيدان او نهه تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
دفارياب ولايت دقيصار ولسوال عبدالجميل باختراژانس ته وويل : چې په چاوديدونکو توکو بار يوموټر سايکل ددغې ولسوالۍ دچيچک توي دسيمې په بازار کې وچاوديد .
ده وويل ددغې پيښې له امله دوه تنه سرحدي پوليسان چې په سيمه کې په ګزمه بوخت و شهيدان او نهه تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
عبدالجميل وويل : ټپيان روغتيايي کلينک ته ليږدول شوي دي اودکلينيک روغتيايي کارکوونکو دڅلور تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
دغه چاودنه په دغه سيمه کې د بازار د ورځې په ګڼه ګوڼه کې رامنځته شوه او ټپيان هغه کسان دي چې دپيرودنې او پلورنې په خاطر سيمې ته راغلي وو .
0 1 دقیقه لوستل