سیاست

دمشرانو جرګې دويم نايب دکورنيو چارو وزارت دمعين رپوټ واوريد.

باختر دمرغومي دمياشتې  ٢١ :
د مشرانو جرګې دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان نن د كورنيو چارو وزارت د امنيتي تصدۍ او عامه ساتنې د معين لوي پاسوال جمال عبدالناصر صديقي د فعاليتونو رپوټ واوريد .
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرور  کړ :
په دي ناسته كې چې د مشرانو جرګې منشي سيد فرخ شاه جناب او يو شمېر نورو سناتورانو هم ګډون درلود ، د عامه ساتنې معين د خپلو كاري چارو په اړه معلومات وړاندي كړل ويې ويل چې د دې معينيت منسوبين د پرمختيايي پروژو ، اكمالاتي كتارونو ، ديپلوماتيكو نمايندګيو او د تاريخي اثارو د ساتنې او امنيت په ټينګښت كې هر اړخيز، كوښښونه كوي . د مشرانو جرګې دويم نايب د امنيتي ارګانونو په وظيفوي مكلفيتونو رڼا واچوله او د عامه ساتنې د پوليسو منسوبينو د خدمتونو په وياړ يې د مشرانو جرګې ستاين ليك پاسوال صديقي ته وركړ او د دوي د لا زياتو برياليتوبونوهيله يې وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته