سیاست

ایمل فیضي: امريکا د پاکستان په وړاندې روښانه دريځ نه لري

کابل باختر دکب ٢٦مه
امريکا د افغانستان د ستراتيژيک دوست په توګه بايد د دغه هيواد د خلکو او د ملت انديِښنو ته پاملرنه وکړي او د مهمو مسلو په باب د دريځونو په غوره کولو کې بايد په خپل نظريو کې اصلاحات رامنځته کړي  .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ
دغه موضوع د جمهورئيس ويندوى ايمل فيضي د باختراژانس له خبريال سره  مطرح کړه، وې ویل:کله چې د افغانستان او امريکا ترمنځ  د مهمو مسلو په باب دوه اړخيزې خبرې او تفاهم  په يو ډول نه يو ډول بې نتيجې پاتې کيږي د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس حامدکرزی دغه موضوع ګانې د امریکا په سیاستونو او پالیسیوکې د اصلاح راوستلو لپاره د افغانستان له خلکو او نړیوالو سره مطرح کوي .
افغانستان او امريکا له پخوا څخه  تر اوسه پورې د ځينو مهمو  سياسي  مسلو په باب ګډ دريځ نه درلود او کله کله  جدي اختلافونو آن د دغو هېوادونو په دوه اړخېزو اړيکو سيورى کړی  دى .
د ايمل فيضي د څرګندونوله مخې، د افغانستان دولت له امريکا څخه د تروريزم د تعريف ، له حکومت سره د موازي جوړښتونو، له تروریزم سره د جګړې او له مخالفينو سره د ښکاره اوپټو خبرو په باب وضاحت غواړي، دا د دغه هيواد د خلکو حق دى  چې  بايد په دې  پوه شي چې  کومې مسلې له  کومو لارو تعقيبيږي .

دجمهوررئيس ويندوى وويل: امريکا  تراوسه  پورې د پاکستان په وړاندې روښانه دريځ نه لري. پاکستان  چې د تروریزم د رامنحته کيدوځاى او د هغه د سمبالولو او تمويلولو مرکزونه له پولي اخوا دي، نه دافغانستان په کليو اوبانډو کې،  دغه موضوعګانې د افغانستان د خلکو اساسي پوښتنې دي  چې بايد ورته ځواب وويل شي .

فيضي وويل: افغانستان د امريکا د ستر اتيژيک  دوست په توګه تل له دغه هېواد څخه غوښتي دي  چې د افغانستان د خلکو ملي واکمنۍ  ته پاملرنه  او درناوی وکړي،  د نړیوالو ځواکونو له خوا د ملکي  وګړو وژل پاى ته و رسوي  او له مخالفينو سره د خبرو مشري او مديريت  دې  يوازې افغاني وي .
د همدې دليلونو له مخې افغانستان غواړي چې امريکا په خپلو دريځونو چې د افغانستان د خلکو د انديښنو سبب کيږي،  بيا کتنه وکړي او اصلاحات پکې  رامنځته کړي.

فيضي په پاى کې وويل: افغانستان  له امريکا سره د دوستانه او ستراتيژيکو اړيکو غوښتنه کوي.د همدې دليل له مخې يې له دغه هيواد سره  ستراتيژيک تړون لاسليلک کړ خو په ځينو وختوکې اختلافونه هم موجود وي او دغه اختلافونه کولاي شي په  ژورې  اوعيني کتنې سره له منځه يوړل شي.#
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته