ميرانشا دنيوزانترنشنل باختر دلړم دمياشتې ١١
له سيمه ييزو خبرځايونو څخه په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي چې دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمې دبې پيلوټه امريکايي الوتکې په بريدونو کې شل تنه وژل شوي دي .
دپاکستان خبرځايونو ويلي دي چې دوه بې پيلوټه امريکايي الوتکو د دندې دريا خيلو په ناحيې دپاکستاني طالبانو دتحريک په مرکز څلور توغندي توغولي دي چې دپاکستاني طالبانو دتحريک دمشر حکيم الله مسعود او ددغه تحريک د دوو تنو نور قوماندنانو په ګډون شل تنه ووژل شول .
دغه پيښه دپاکستاني طالبانو په مقر کې رامنځته شوه چې له ټولو قبايلي سيمو څخه دطالبانو غړي او قومانان راټول شوي دي چې دحکومت او طالبانو دسولې دخبرو د وړانديز په باب خبرې اترې وکړي.
خبرځايونو زياته کړه چې نن هم اته بې پيلوټه امريکايي الوتکې د دندي دريا خيلو ، ميرعلي، رزمک او د نورو ناحيو دپاسه ليدل شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل