امنیت

په غور ولايت کې دسيمې داوسيدونکو نه تسلميدل دخلکو او طالبانو ترمنځ دنښتې سبب شوي دي .

کابل باختر د زمري  دريمه :
  دغور ولايت په بالامرغاب  ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو او دسيمې داوسيدونکو ترمنځ نښته کې دسيمې درې تنه اوسيدونکي ووژل شول او يوتن بل ټپي شو . 
دغور دوالي وياند عبدالحي خطيبي دباختراژانس خبريال ته وويل :دغه جګړه دوسله والو طالبانو او دسيمې داوسيدونکو ترمنځ له هغه وروسته  ونښته چې طالبانو غوښتل دبالامرغاب  ولسوالۍ له اوسيدونکو څخه باج واخلي او هغوى ځانته تابع وګرځوي
   ديوه اړونده خبر ځاى دڅرګندونوله مخې :دوسله والو طالبانو او دسيمې داوسيدونکو ترمنځ نښته کې دسيمې درې تنه اوسيدونکي ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
ويل کيږي په دې نښته کې وسله والوطالبانو ته  هم زيان اوښتى خو دقيق شمير يې معلوم نه دى .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته