سیاست

دماليې وزير دپکتيکا ولايت اړوندې ځانګې وڅيړلې .

کابل باختر  دکب لومړي نيټه :
دماليې وزير  اکليل  حکيمي  پرون ديو لوړ رتبه دولتي  هيئت په مشرۍ دپکتيکا ولايت ته سفر وکړ او اړوندې څانګې وڅيړلې او دخلکو ستونزې واوريدې .
  دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، په دې سفر کې چې په ولسي جرګه کې دپکتيکا ولايت يوشمير وکيلان هم دماليې له وزير سره ملګري  و دپکتيکا ولايت له سرپرست  انجنير عبدالکريم  متين اوددغه ولايت دبيلابيلو ادارو له مسوولينوسره يې وکتل او خبرې ورسره وکړې .
دماليې وزير له سيمه ئيزو مقاماتوسره داقتصادي ، امنيتي ، پوهنې ، عامې روغتيا ،  ښې حکومتوالۍ  دپرمختيايي پروژو دحالت او په خپل وخت دپرمختيايي بودجې دنه ليږدونې په باب  هراړخيزې خبرې وکړې او دبيلابيلو سيمه ئيزو څانګو ستونزې او وړانديزونه يې واوريدل .
دماليې وزير دپکتيکا ولايت له سرپرست سره   دډيورنډ کرښي ته څيرمه دارګون ولسوالۍ ته لاړ او دګمرکي چاري يې وکتلې .
دګمرک مسوولينو دکافي وسايلو او تجهيزاتو او دمناسبې ودانۍ دنشتوالي له امله شکايت وکړ، وروسته دماليې وزير ددوى دستونزو او پيشنهادونو په اوريدو سره دحل لارې لپاره يې اړوندو مسوولينو او ادارو ته لارښوونه و کړه چې ډير ژر دې ددوى ستونزې حل کړي .
ددغه سفر په بهير کې  دماليې  وزير  دګمرک  دنوي ودانۍ دبنسټ ډبره چې په څلويښت جريبه ځمکه کې جوړيږي کيښودله چې ددغه ګمرک  ستونزې به حل  کړي  .
دماليې وزير وويل هلې ځلې به وکړي چې دپکتيکا  پوهنتون دامريکا دکلفورنيا له پوهنتون سره ونښلوي چې دغه اقدام به دپوهنې په برخه کې يوبې سارى پرمختګ وي .
  حکيمي دپکتيکا پوهنتون له رييس او خلکو څخه وغوښتل چې ددغه پوهنتون لس تنه فارغان چې په ښه درجه فارغ شوي وي ده ته معرفي کړي چې دماليې په وزارت کې استخدام  شي چې خلکو ته زيات خدمتونه وړاندې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته