ټولنه

د پنجشير د ښار جوړولو او ځمکه والۍ عوايد زيات شوي دي

کابل/ باختر/ د زمري ۵ مه  
د پنجشير د ښار جوړولو او ځمکه والۍ رياست مسوولين وايي چې د دې ادارې عوايد زيات شوي دي.
د پنجشير د ښار جوړولو او ځمکه والۍ ادارې د عوايدو مسوول عبدالمجيد عظيمي د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دغې ادارې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتوکې څه دپاسه دوه ميليونه افغانۍ عايد راټول کړى دى چې د تېر کال په پرتله زياتوالى ښيي.
هغه زياته کړه چې ترلاسه شوي عوايد د مخابراتي شرکتونو او د ځمکو د کرايې له لارې ثبت او راټول شوي دي.
ختم- شکريه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته